جمهوررئیس غني: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، یوشمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، عالمانو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتي لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.
جمهوررئیس غني ډاکټر خلیلزاد ته د ښه راغلاست او د هغه له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.
هغه همدا راز زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا د متحده ایالاتو همغږي زیاته شوې او په اساسي او دوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه، په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، د امریکا دمتحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او آلمان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، زموږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یوازې په واقعبینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.
وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د جمهوررئیس له رهبرۍ مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې ده، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمې په کچه هم اجماع رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د سولې پروسه همغږي او یو والي ته اړتیا لري.
ډاکټر خلیلزاد وویل، اوس نوي پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.
ډاکټر خلیلزاد وویل، د سیمې له هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.
په دې کتنه کې سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، عالمانو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو او په ملي شورا کې د خلکو استازو د سولې په اړه پوښتنې مطرح کړې او ډاکټر زلمي خلیلزاد د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
په پای کې جمهوررئیس له ټولو ګډونوالو او د هغوی د فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسېدلې چې پر افغانستان لنډ مهال نه، بلکې منځمهال او اوږدمهال فکر وکړي او د واضح لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودلو اراده وجود نه لري.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته