سیاست

جمهوررئیس غني: د جواز د اخیستو ټولې اسانتیاوې دې برابرې شي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې۳۰مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د خدمتونو او د جوازونو د وېش د واحد مرکز د جوړېدو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت ادارې د اجرااتو راپور واورېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر همایون رسا د خدماتو او د جوازونو د وېش واحد مرکز ته د ټولو سکتوري جوازونو د ليږد په اړه له ۱۲ سکتوري ادارو سره د همکاریو د تفاهم لیکونو د لاسلیک په اړه راپور وړاندې کړ.
هغه د دې ادارې د کړنو، ننګونو، وړاندیزونو او اهدافو په اړه معلومات ورکړل او د ځینو سکتوري ادارو د نه همکاري یادونه یې هم وکړه.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په مننې وویل، د جواز د اخیستو لپاره دې ټولې اسانتیاوې برابرې او د پرمختګونو، هرکلي او خنډونو په اړه ټول عمده لاملونه دې سم مشخص او وارزول شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارې دې د خدماتو او د جواز د وېش مرکز ته د ټولو سکتوري جوازونو د انتقال پروسې د تطبیق لپاره روښانه طرحه جوړه شي.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته