کابلباختر دوږېد مياشتې٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د هېواد د صنعتکارانو خونې له یو شمېر مرکزي او ولایتي مسوولانو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې صنعتکارانو د هېواد د صنعت ودې ته د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، ويې ویل، دا مهال افغانستان په ۳۲تولیدي سکتورونو کې بشپړې خودکفایي او په ۲۲نورو برخو کې نیمه خودکفايي ته رسېدلی چې د حکومت په ملاتړ به دا برخې هم په بشپړ ډول په ځان بسیا شي.
دوی په خپلو خبرو کې د صنعت په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته چمتووالی وښود او د قاچاق په مخنیوي کې یې د حکومت هڅې وستایلې، ويې ویل، د لومړي ځل لپاره د تورخم په تاریخ کې قاچاق بند شوی دی او همدارنګه یې د صنعت د ودې، د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو او د صنعتي پارکونو د انکشاف او احیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د هېواد د تولیدي اقتصاد په ودې او پانګونې کې د صنعت کارانو رول مهم وباله او د دوی د هڅو قدرداني یې وکړه، ويې ویل، حکومت د صنعت د ودې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او د صنعت د ودې لپاره ځانګړې برنامه لري.
د هېواد جمهور رئیس له صنعتکارانو وغوښتل چې د صنعت د ودې په ځانګړې ډول د باد او لمریزې انرژۍ د تولید او نساجۍ په برخو کې پانګونه وکړي، ويې ویل، حکومت حاضر دی چې صنعتکارانو ته د لمریزې انرژۍ د وسایلو د تولید لپاره پارک او ځمکه په واک کې ورکړي او د وسلهوال پوځ د یونیفورم په جوړولو کې د کورنیو نساجیو تولیدات وکاروي.
جمهوررئیس غني وویل، د قاچاق مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی او دا چې تاسې وویل، تورخم کې د قاچاق مخه نیول شوې ده، نورو بندرونو او لارو کې چې د قاچاق امکان موجود وي، حکومت به د هغو د مخنیوي لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي.
پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل