سیاست

جمهوررئیس غني د تقنیني فرمان له لارې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړ

کابل باختر دکب دمياشتې  ١٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې د تعدیل په اړه تقنیني فرمان توشیح کړ.
دجمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي:  د اساسي قانون د ۷۹مادې له حکم سره سم د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمې مادې کې تعدیل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ١٥/٦/۱۳۹۵ نیټې د ۱۳ګڼې مصوبې په  اساس تصویب شوی دی، توشیح کوم.
جمهوررئیس له  دغه فرمان سره سم، د عدلیې او په پارلماني چارو کې د دولت وزیران موظف کړل چې دغه فرمان د ۳۰ورځو په موده کې د ملي شورا د لومړنۍ غونډې تر جوړېدو دغې شورا ته وړاندې کړي.
همدارنګه دغه فرمان له توشیح سره سم نافذ دی او د کابینې له مصوبې او یاد تعدیل سره به رسمي جریده کې خپرېږي.
جمهوررئیس د دې  فرمان له توشیح وروسته، وویل: د دغې مادې توشیح هر اړخیزه ده او کره شمېرو ته د نه لاسرسي ستونزه حلوي.
جمهوررئيس  زیاته کړه: دا یوه جدي موضوع وه، چې د خدای (ج) په فضل سره په غوره توګه حل شوه، د تقنین کمېټې او د کابینې له ټولو غړو او درانه ملت څخه منندوی یم.  
جمهوررئیس وویل: حکومتولي په زغم او ژور فکر کېږي، زموږ د حرکت طریقه اساسي وه او دا به نیک فال وګڼو او هیله‌مند یوو چې د افغانستان پارلمان   یې ژر تائید کړي.
جمهوررئیس په ډاګه کړه:  موږ دوه بیړنۍ مسئلې لرو، له پاکستان او ایران څخه زموږ د خلکو راستنېدل چې د هویت کارتونو ته اړتیا لري او بل د ټاکنو کول دي.   د ملي وحدت حکومت څرګنده او ټینګه اراده لري چې ټاکنې وشي اود ټاکنو په بهیر کې مو چې د تذکرو د استعمال کوم شرط درلود، هغه مو پوره کړ. 
ورپسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش وویل، تذکره لرل د یو شخص ملي او مدني هویت ښيي او د افغانستان په اساسي قانون کې دغه هویت په تفصیل بیان شوی دی.  
هغه په دې بهیر کې د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ وویل، د الکترونيکي تذکرو په اړه د افغانستان د بېلابېلو قومونو غوښتنه دا وه چې د افغانستان د ملي هویت درې عنصره یعنې ملیت، دین او قوم دې په پاڼه کې درج شي. 
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې اړه خبرې وکړې، ويې ویل: د نفوسو   د احوالو دثبت قانون شپږمه ماده کې تعدیل یولړبحثونه غوښتل او اکثریت په هغې طرحې قانع دي چې د تعدیل لپاره یې وړاندیز شوی و، دا یو ښه خبر ګڼي او هیله مند یوو چې عملي چارې یې هم چټکې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته