سیاست

جمهوررئیس غني د بګرامیو نساجۍ او سیدنورمحمد شاه مېنې عمومي واټونه پرانیستل

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بګرامیو نساجۍ او د سید نورمحمد شاه مېنې د عمومي واټونو له پرانیستې وروسته د سیدنورمحمد شاه مېنې، احمدشاه بابا مېنې او بګرامیو له مشرانو او مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغو واټونو او د ښاروالۍ د نورو پروژو په اړه معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، د دغو واټونو او کانالونو په جوړېدو سره د خلکو د لارې د بندښت او د اوبو د ډنډ ستونزې په اساسي توګه حل شوي او په دې سیمه کې ورسره اقتصادي تحرک رامنځته شوی دی. 
حبیبزي وویل، مترو بسونه د پېرېدلو لپاره تدارکاتو ته تللي، سټېشنونه او نور تاسیسات یې سږکال بشپړېږي. دا او د کابل ښار نور واټونه په باکیفیته توګه جوړ شوي. هغه وړاندیز وکړ د انکشافي پروژو د کار د چټکوالي او دکیفیت د ښه والي لپاره دې د تدارکاتو شیوه بدله شي او هغوی چې ښه کار کوي د مقیدې داوطلبۍ له لارې دې راشي او همدارنګه د پروژو د لا ښې څارنې لپاره دې مالیې وزارت  داستخدام برخه کې همکاري وکړي.
د کابل د ختیځ زون د وکیلانو منتخب رئیس سمیع الله ستانکزي جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تېر ځل د خراب کیفیت له امله دغه واټونه له جوړېدو وروسته ژر ویجاړ او د خلکو ستونزې ورسره زیاتې شوې، خو دا ځل یې په اساسي جوړېدوهم ولسونه خوښ دي او هم د دوی ستونزې ورسره په اساسي توګه حل شوې دي.
ستانکزي د حکومت د برنامو او په ځانګړي ډول د غاصبانو او زورواکانو پر وړاندې د جمهوررييس محمداشرف غني د غوڅ دریځ ملاتړ ترڅنګ د ناحیو او ګذرونو د واټونو د پخولو وړاندیز هم وکړ.
ورپسې د ولایتي شورا استازې خاطرې اسحاقزۍ جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کانالیزاسیون د نشتوالي، د کلینیکونو او روغتونونو د کموالي، د مسلکي ښوونکو، د کډوالو او ښځو د خودکفایۍ برنامو، د پارکونو د نشتوالي، د لوی ادیرې او د نجونو لپاره د ځانګړي ښوونځي د جوړولو وړاندیزونه وکړل.  هغې زیاته کړه، د زورواکانو پر وړاندې ولس په غوځ ملاتړ ستاسو ترڅنګ ولاړ دی او افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ستاسو غوندې قاطع جمهوررييس ته اړتیا لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوی د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته هغوی ته په خطاب کې وویل، دغه واټونه او دېته ورته نورې پروژې د حکومت کومه ځانګړې ډالۍ نه، بلکې دا پر حکومت د ولسونو حق دی. هغه زیاته کړه، ولس ته ځواب ویونکي او د خدماتو وړاندې کوونکي سیستمونه به رامنځته کړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، کابل تل د کابل خلکو او ولسونو ساتلی دی، له دې امله له ګذر او کوڅې نیولې تر ناحیې او ښار پورې له ټولو مننه کوم. هغه زیاته کړه، غاصب او زورواکی په هیڅ شرط د منلو وړ نه دی او د ولس په ملاتړ به یې ختم کړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، جهاد د افغانستان ولس وګاټه، د مهاجرت او د وطن د دفاع او ساتنې سختۍ هم تل دوی ګاللي دي، نوله قانوني او عادلانه لارې د کورونو او ځمکو وېش د غاصب نه، بلکې د ولس، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو او د شهیدانو د کورنیو حق دی. د غاصبینو او زورواکانو قبالې او اسناد جعلي او د منلو وړ نه دي.
جمهور رئیس وویل، کابل نظم ته اړتیا لري او اوسنی کابل به د بابر د وخت پر کابل بدلوو چې نظم او ښکلا ته یې خلک شعرونه ولیکي. هغه زیاته کړه، کابل انډوليزانکشاف ته اړتیا لري، کومو سیمو ته چې پاملرنه نه ده شوې له دې وروسته ورته لومړیتوب ورکول کېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د کابل ختیځ د کابل راتلونکی دی، نو انکشاف ته به یې اساسي پام وشي. هغه زیاته کړه، موږ په ګډه د اساسي قانون  او د عدالت د تامین ژمنه تازه کوواو هغوی چې د قانون او عدالت پر وړاندې ودرېږي، د ولس په ملاتړ به یې له مخې لیرې کړو.
جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته د لوی ادیرې او د نجونو د ځانګړي ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکولو او همدارنګه د څلوېښت متره پل جوړولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، حکومت د کابل سیند د مدیریت لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې لري چې د کابل ښاریانو او کورنیو لپاره به له محمود خان پله څخه تر تنګي غارو پورې ملي پارک جوړ شي.
جمهور رئیس غني وویل، زموږ ولس د قانون د حاکمیت، د عدالت د تامین او د سولې د ټینګښت غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، د اوربند په ورځو کې ولس او خلکو طالبانو ته د ورورۍ غېږې ورکړې، ځکه دوی د سولې او ورورۍ غوښتونکي دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د سولې لپاره په ملي، د اسلامي هېوادونو او بین المللي کچه اجماع رامنځته شوې او د ولس په ملاتړ به تلپاتې او باعزته سولې ته ورسېږو، ځکه زموږ عظیم ولس د زغم فرهنګ لري او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
د دغې غونډې په پای کې د کابل ښار د ختیځ ولسونو جمهور رئیس غني ته ملاتړ لیک ورکړ او ټولو د حکومت د برنامو او د جمهوررئیس غني د ملي دریځ د قدردانۍ ترڅنګ ټینګ ملاتړ اعلام کړ. #پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته