جمهوررئیس غني د بلخ، فاریاب، فراه او کندزله ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې
کابل باخترد وږي ۲۱
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د خبرو په لړ کې تير ماښام له توحید ملي مرکز څخه د بلخ، فاریاب، فراه او کندز ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو او د ملي امنیت رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هغوی راپورونه او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د یادو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د ګواښونود شنډولو په اړه هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس وویل، د واضح تصویر له ترلاسه کولو او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه کې له تصمیم وروسته به د ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د وړاندیزونو په اړه لازم اقدامات وشي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د قول اردوګانو، د ۲۰ فرقې او د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندانانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغوی د ټاکنو د امنیت د تامین، د دښمن ځپلو ته د چمتووالي او همدارنګه د شته ننګونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په قول اردوګانو کې د امنیتي قواو او همدارنګه د امنیت تامین او د دښمن په ځپلو کې د وسله والو ځواکونو د هلو ځلو مننه وکړه وې ویل، وړاندیزونو او کمبودیو ته رسیدګي کېږي.پاى- ع