کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۰ نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د بریتانیا د دفاع له وزیر ګوین ویلیامسن سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه ییزو مسایلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې. د هېواد جمهوررئیس د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه. وروسته، د برتانیا د دفاع وزیر له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.# پای – ذ
0 1 دقیقه لوستل