جمهوررئیس غني د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتېژیکې شورا رئیس خپل حضور ته ومانه

کابل باختر د وري  څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتېژیکې شورا رئیس سیدعلي نقي خرازي چې د دغه هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، د ارګ په ګل‎خانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
دجمهور رييس  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په پیل کې د هېواد جمهوررئیس خرازي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب یې د ایران اسلامي جمهوریت رهبرۍ او خلکو ته د نوي لمریز کال مبارکي وویله او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په برخه کې یې د یاد پلاوي سفر ارزښتمن وباله.
خرازي د هېواد له جمهوررئيس څخه د یادې کتنې د زمینې دبرابرولو له امله مننه وکړه او د نوي لمریز کال په خاطر یې د ایران اسلامي جمهوریت د رهبرۍ او خلکو نېکې هیلې او د مبارکۍ پیغام د افغانستان دولت رهبرۍ او خلکو ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان پر پخوانیو تاریخي اړیکو سربېره د ګډ فرهنګ او ژبې لرونکي دي. نقي خرازي وویل، ایران چمتو دی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې هراړخیزه همکاري وکړي او موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوو.
دواړو لورو د هراړخیزو ژورو اړیکو په ځانګړي ډول اقتصادي همکاریو، په صادراتو او وارداتو کې دانډول، چابهار بندر د پراختیا، سیمه ییز اتصال سترو پروژو د تطبیق، له تروریزم سره د ګډو ګواښونو او له فراملي او بین المللي جرمي اقتصاد شبکو سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته