کابل/ باختر/ د سلواغې دمیاشتې ۱۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې الهام عمر هوتکي او شیران جیلاني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په سلام خانه ماڼۍ کې نن له غرمې مخکې په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړواو د شهیدانو ورثې هم حضور درلود.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس الهام عمر هوتکي وویل، د کوپون د وېش دغه پروګرام له بهرنیو مرستو نه، بلکې د جمهوررئیس په مدیریت په تدارکاتو کې له سپمول شویو پیسو تمویلېږي.
ښاغلي هوتکي وویل، له بایمیتریک پروسې وروسته د شهیدانو ورثه له ټاکلو مغازو څخه په کوپون کې شامل خوراکي توکي ترلاسه کولی شي.
هغه زیاته کړه، د جمهوررئیس، د ملي تدارکاتو کمېسیون او نورو حکومتي ادارو د پر له پسې کار له برکته ۱۸ کاله وروسته افغانستان د پنځو مفسدو هېوادونو له کتاره ووت او یوازې تېر کال په قراردادونو کې اتلس نیم میلیارده افغانۍ سپما شوې.
جمهوررئیس غني د شهیدانو د ورثې په استازیتوب څلورو تنو ته د کوپون کتابچو له وېش وروسته د وینا پرمهال وویل، دغه نننۍ غونډه ماته له دې امله ځانګړی ارزښت لري چې نن موږ د شهیدانوکورنیو ته د رسیدګي یوه بله ژمنه هم عملي کوو او تاسو ته ډاډ درکوو دغه اتلان چې د هېواد د دفاع په لاره کې یې قربانۍ ورکړې، زموږ په یاد دي.
جمهوررئیس وویل، د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش دغه پروګرام د نهو میاشتو لپاره و، خو د مالیې وزارت دسرپرست د زېري په اساس به یو کال ته وغځېږي. هغه زیاته کړه، د کوپون وېش له کابله پېلېږي او کرار کرار به په افغانستان شموله ملي پروګرام بدل شي. ټولې مغازې به پر وخت او شفافه توګه د شهیدانو بایمیتریک شویو کورنیو ته په کوپون کې شامل خوراکي توکي ووېشي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان ملي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي او دوی ته په سپکه کتل، د افغانستان د ولس سپکاوی دی او ولس هیڅ وخت سپکاوی نه مني. هغه زیاته کړه، موږ داسې تلپاتې سوله غواړو چې د ټول وطن او افغانانو عزت په کې خوندي وي.
جمهوررئیس وویل، هیچاته به د سولې په پلمه ملي ځواکونو ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړو. هغوی دې دا فکر له ذهنه وباسي چې یو ځل بیا به زموږ ټانکونه، طیارې او نور تجهیزات د زړې اوسپنې په بیه په ګاونډیانو وپلوري.
ورپسې د شهیدانو د ورثې په استازیتوب محمد یاسین د جمهوررئیس له همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې وویل، د خپلو اولادونو په څېر تل د هېواد دفاع ته چمتو یوو او په دې برخه کې به خپل ځانونه درېغ نه کړو. ≠
پای – ذ
0 2 دقیقې لوستل