جمهوررئیس غني د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی ؤ، په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. دجمهوررئيس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود د هېواد جمهور رئیس د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر او د دغه هېواد لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ ته ښه راغلاست ووایه. دواړو غاړو د افغانستان او سیمې په بېلابېلومسائلو په ځانګړي ډول د سولې اوامنیت، د افغانستان اوجنوبي اسیا لپاره د امریکامتحدو ایالتونود سټراټيژۍ په مثبتو اغېزو، په امنیتي اودفاعي سکتورکې پراصلاحاتو،د جمهوري ریاست، ولسي جرګې اودولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو، تروریزم سره پر مبارزې او له پاکستان سره د سولې پر مذاکراتو بحث او خبرې وکړې. د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز متیس افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده او په بېلابېلو په ځانګړي ډول اصلاحاتو، تروریزم او فساد سره د مبارزې په برخو کې یې د ملي وحدت حکومت هڅې د قدر وړ وبللې ‎او د افغانستان د وسله ‌والو ځواکونو مېړانه او زړورتیا يې وستایله. متیس وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو دولت او خلک به سوکالۍ، امنیت او دایمي ثبات ته تر رسېدو پورې د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي. هغه ډاډ ورکړ چې هېواد به یې افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د خپلو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړي. په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د امریکامتحدو ایالتونو دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد همکاري وستایله. جمهوررئیس غني هم په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو دوامداره همکاري په ځانګړي ډول د افغانستان دامنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخوکې وستایلې، ويې ویل، دافغانستان خلک اوحکومت د پایدارې سولې اوثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې یې د متحدو ایالتونو له همکاریو اوملاتړ څخه مننه وکړه. پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته