جمهوررئیس غني د امریکا د متحدو ایالتونود دفاع وزیر خپل حضور ته ومانه
کابل باختر د کب دمياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماسپښن د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز متیس چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو غاړو په افغانستان او سیمه کې تروریزم سره د مبارزې، نشه يي توکو سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هغو د تولید او پروسس مرکزونو د ویجاړولو او همدارنګه د ټاکنو د امنیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د امریکا د متحدوایالتونو د دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحدوایالتونو د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول تروریزم سره د مبارزې په برخه کې قدرداني وکړه.
جمهوررئیس وویل، د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو سټراټيژۍ فضا بدله کړې او د دې زمینه یې مساعده کړې ده چې د سولې پر پروسې تمرکز زیات شي.
په همدې خاطر موږ د کابل پروسې کنفرانس کې طالبانو ته د سولې او پاکستان سره دولت په دولت د مذاکراتو هر اړخیز وړاندیز وکړ.
جمهور رئیس محمداشرف غني څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.
جمهوررئیس وویل: لکه څنګه چې حکومت د سولې پروسې بریالیتوب ته ژمن دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وطن او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپله مبارزه جاري ساتي.
ورپسې د امریکا د متحدوایالتونود دفاع وزیر جیمز متیس د جمهوررئیس غني او د ملي وحدت حکومت له نورو لوړ پوړو مقاماتو سره د کتنو د برابر شوي فرصت په خاطر مننه وکړه او یو ځل بیا یې تروریزم سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او زړورتیا وستایله.
هغه وویل، د امریکامتحد ایالتونه د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغانستان حکومت د سولې وړاندیز نه یوازې زموږ د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي او په افغانستان کې د پایدارې سولې لامل شي.
جیمز متیس یو ځل بیا له افغانستان څخه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د نظامي مرستو مننه او قدردانی وکړ.
هغه زیاته کړه، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په افغانستان کې د پایداره سولې په رواستو کې ځانګړی ارزښت لري.پاى _ سعيده