فرهنګ

جمهوررئیس غني: د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي

-کابل باختر دغبرګولي ٣١مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د امام اعظم ابو حنیفه (رح) بین المللي سمپوزیم اختتامیه مراسمو کې چې د لویې جرګي په تالار کې جوړ شوي وو، ګډون او  وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني د دغه سمپوزیم د جوړولو په خاطر د مننې او د سعودي عربستان، ترکیې، عراق، هند، مصر، چین، استرالیا، مالیزیا، اوزبیکستان، پاکستان، بنګله دېش، تاجکستان او  قزاقستان څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، زموږ د تېر او حال بنسټ امام اعظم (رح) اېښی او په درېیمه هجري پېړۍ کې  د فقهې، کلام او مذهبونو ټولو اصولو او قواعدو شکل وموند.
جمهوررئیس وویل، امام ابوحنیفه د ظاهرګرایانو پر وړاندې اجتهاد رامنځته کړ چې د اسلامي فقهې په غوړېدو کې د ستر بدلون لامل شو او د فقهاو د اجتهاداتو او وروستیو مجتهدینو لپاره یې لار پرانیسته. هغه زیاته کړه، امام ابوحنیفه ډېر زیات زحمتونه وګالل ترڅو اجتهاد دوام ومومي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: زموږ د ټولنې نظم مذهبونه او فقها تشکیلوي او هر څوک چې له توري سره راغلل، عالمانو هغه غلي او ارام کړل. هغه زیاته کړه، زموږ عالمان او صوفیان د ټولنې نبض او ریښې وساتلې.
جمهوررئیس وویل: هر ځل چې زموږ پر دولت برید شوی، زموږ د ټولنې قوت ښکاره شوی، زموږ د ټولنې قوت زموږ  له عقیدې او عقیده مو له مذهب څخه سرچینه اخلي. باید له یاده ونه باسو چې د امام ابوحنیفه او امام جعفر ترمنځ دوامداره اړیکې او بحثونه موجود وو، افغانستان د مذهبي یووالي بېلګه ده او موږ پرې ویاړو.
جمهوررئیس وویل، امام اعظم (رح) په بېساري قاطعیت سره د ټولو دښمنو ډلو پر وړاندې د تکفیر دروازه وتړله او اعلان یې وکړ چې اهل قبله په مسلمانۍ کې شریک دي او هیڅ مذهب او ډله حق نه لري چې څوک د ایمان له دایرې څخه خارج کړي.
جمهوررئیس غني وویل، د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي. هغه څرګنده کړه، اسلام پېژندنه دې زموږ په پوهنتونونو، ښوونځیو او ادارو کې په اساسي تګلاره بدله شي.
جمهوررئیس غني وویل: امام اعظم (رح) په سترو سوداګریزو فعالیتونو کې ګډون کاوه او د بازار له وضعیت سره بلد وو او د معاملاتو په برخه کې د حنفي مذهب واضح اصول لري.
جمهوررئیس د ښځو په برخه کې د امام ابوحنیفه د اصولو یادونه وکړه او وې ویل، هغه د ښځو د حقونو په برخه کې داسې اصول رامنځته کړل چې تل به ښځو ته د هغوی حق رسېده او ښځو ته یې ځانګړی درناوی درلود.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه: هغه د ټولو عالمانو مخکښ شو او دوباره یې د اسلامي نړۍ عالمان پر کلمة الله او مذهب راټول کړل او د عرب او عجمو ترمنځ یې توپیر له منځه یووړ.
جمهوررئیس وویل: امام ابوحنیفه (رح) د نړی د نورو مسلمانو هیوادونو او بین المللي اړیکو د ټینګښت په برخه کې له دوی سره د نېکو اړیکو د اصل د مراعتولو بنسټ کېښود او د جهاد مشروعیت یې د ظلم او تېري د حالت مرتبط وباله، نه د دیانت او اعتقاد په توپیر.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه د فقهې، کلام او عقیدې په برخه کې د امام ابوحنیفه د ځانګړو لیدلورو پر بنسټ د حنفي مذهب احیا کولای شي زموږ ټولنه  افراطیت څخه وژغوري او د هغو دیني افکارو لپاره ښه  بدیل وي چې د تاوتریخوالي د ترویج لامل ګرځي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، هر کال دې د افغانستان د نامتو عالمانو لپاره یو یا دوه سمپوزیمونه جوړ شي، په ځانګړي ډول دې د دریمې هجري پېړۍ د ماحول په اړه هراړخیزې څېړنې وشي. هغه اعلان وکړ چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د هیواد په ولسوالیو کې ۱۵۰ جوماتونه جوړ شي.
په دغو مراسمو کې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف خبرې وکړې او د امام ابوحنیفه د نېکو اخلاقو، نرم زړه او ثابت قدمۍ د یادونې ترڅنګ یې وویل، پر امام اعظم (رح) ټول اسلامي امت ویاړي.
استاد سیاف، دېته په اشارې چې زموږ ټولو خدای، قبله، کتاب او رسول یو دی له ټولو افغانانو وغوښتل چې د الله په رسۍ منګولې ولګوي او متفرق نشي.
استاد عبدرب الرسول سیاف،له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د امام اعظم (رح) په نامه ونوموي او اړوندو ارګانونو ته د ده په نامه د اسلامي څېړنیز مرکز د ایجاد لارښوونه وکړي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د عراق یو تن دیني عالم ډاکټر عبدالستار عبدالجبار الربیعي هم خبرې وکړې او ويې ویل، امام اعظم (رح) ستاسې نیکه دی، په دې خاوره کې زېږېدلی دی، عالم اسلام ته یې سفر کړی او د حدیث او فقهې علم نوې دروازې یې پرانیستي. هغه زیاته کړه، هغه د اسلامي فقهې د موسس تر څنګ  د علم کلام بنسټ اېښودونکی هم وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب هم په دغو مراسمو کې د امام ابوحنیفه (رح) د افکارو او مبارزو په اړه خبرې وکړې او د جوماتونو جوړولو او عالمانو ته د پاملرنې په برخه کې یې د جمهوررئیس غني دپاملرنې مننه وکړه.#پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته