جمهوررئیس غني د افغان حاجیانو د وروستي کاروان هرکلی وکړ
کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د حامدکرزي په بین المللي هوايي ډګر کې د افغان حاجیانو د وروستي کاروان هرکلی وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په خپلو خبرو کې افغان حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حج بهیر ته د جمهوررئیس له پاملرنې څخه مننه وکړه ويې ویل، سږکال د جمهوررئیس په لارښوونه افغان حاجیانو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې وې.
ورپسې د حاجیانو په استازیتوب حاجي محمد امین موحدي د هېواد له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلی دی، ويې ویل، سږکال افغان حاجیانو ته ښې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې وې او زیاته یې کړه چې افغان حاجیانو په خپلو عبادتونو کې په افغانستان کې د پایدارې سولې او ثبات لپاره دعاګانې وکړې.
ورپسې د هېواد جمهوررئیس افغان حاجیانو سره په خبرو کې هغوی ته ښه راغلاست ووایه ويې ویل، ستاسو د دعاګانو او عبادتونو له برکته به په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي. هغه زیاته کړه، دولت مکلف دی چې حاجیانو ته اسانتیاوې رامنځته او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: په وروستیو څلورو کلونو کې د حج بهیر ښه پر مخ تللی، خو بیا هم د قناعت وړ نه دی او زه ځکه ستاسو خدمت ته راغلی یم چې په دغه بهیر کې ستونزې او کمۍ واورم او د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړو.
هغه وویل، زموږ ژمنه داده چې هر کال د حج پروسې لپاره لا ښه ترتیبات ونیسو او د حج او اوقافو وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د راتلونکي کال د حج پروسې لپاره سر له نن څخه تدبیرونه ونیسي.پاى- سعيده