سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ترکمنستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په لړ کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان  د نوي سفیر هوجا اوویزوف باورلیک ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک دوړاندې کولوله مراسمو وروسته، هوجا اوویزوف د ترکمنستان د جمهور رئیس سلامونه او نېکې هیلې جمهور رئیس محمداشرف غني ته وړاندې کړې.
دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د ترکمنستان سفیر ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف ته ورسوي. همدارنګه یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستانه اړیکې دوامداره وبللې.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د پراختیایي کورېډور جوړېدل، د لاجوردو لار، ټاپي پروژه او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا لېږد (ټاپ) پروژه چې عملي پلان به یې ډېر ژر چمتو شي  او د سیمه‏ییز اتصال سترې پروژې به د سیمې پر ثبات او ودې هم مثبتې اغېزې ولري.
د ترکمنستان سفیر افغانستان د ترکمنستان ښه دوست او همکار وباله او زیاته یې کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه مناسبات بېساري او ورځ تربلې پراخېدونکي دي.
ده په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده.  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا او سترو پروژو په برخه کې یې د جمهوررئیس غني د هڅو او لیدلوري قدرداني وکړه. پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته