کابل_باختر د تلې د مياشتې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازې سبین سپارواسر پرون له غرمې مخکې په ارګ کې پر سیمهییزو مسائلو، سولې او دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې اغلې سپارواسر جمهوررئیس ته په بروکسل کنفرانس کې د افغانستان حکومت د بریالیتوب او د هغه د ښو پایلو په اړه مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام ګران ښکاریده، ځکه زموږ شرایط سخت او بین المللي بحرانونه موجود وو.
هغه وویل، دا اسانه کار نه و د بروکسل کنفرانس له جوړیدو مخکې ځینو هېوادونو فکر کاوه چې ښايي افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ژمنې د پام وړ تر کچې ترسره نشي، خو د افغانستان حکومت وکولای شوای چې له تمې پورته د نړيوالې ټولنې همکاري راجلب کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي څرګنده کړه، د مرستو مشروطول او د جمهوررئیس د پروګرامونو عملي تطبیق نړيواله ټولنه قانع کړه چې له افغانستان څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت چې کوم ګامونه په پام کې نیولي و، موږ ته یې لا ډېره انګیزه راکړه چې د المان پارلمان سره شته سوالونه حل شي او موږ وکولای شوای چې هغوی ته لا زیات وضاحت ورکړو.
سبین سپارواسر له جمهوررئیس او د هېواد له لومړۍ میرمنې څخه مننه وکړه، چې د ښځو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې يې زیات کارونه او اقدامات ترسره کړي دي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه لري. هغه زیاته کړه، دا کار موږ افغانستان سره د همکارۍ دوام ته هڅوي.
د هېواد جمهوررئیس افغانستان سره د المان د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د بروکسل کنفرانس په اړه د حکومت د لاسته راوړنو په اړه د دغه هېواد له نیک نظر څخه مننه وکړه وې ویل: د بروکسل له کنفرانس څخه وروسته د حکومت کارونه چټک شوي، موږ ژمن یو چې بنسټي پروګرامونه او پلانونه عملي کړو، تر څو د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې کلک او نه په شا کېدونکی اساس رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، په اسلام کې د ښځو مقام مشخص شوی دی لومړنۍ سوداګره ښځه بي بي خدیجه وه، موږ د اسلام د مبین دین د لارښوونو سره سم خپلې ټولنې کې د ښځو په نقش ټینګار کوو او هغه پلی کوو.#
0 2 دقیقې لوستل