جمهوررئیس غني دڅرخي پله له بندیانو سره په کتنه کې دهغوی ستونزې واورېدې

کابل / باختر/دغبرګولي دمياشتې ١٤نيټه :                                                       

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د څرخي پله مرکزي زندان له بندیانو سره روژه ماتی وکړ او له هغوی سره یې وکتل.
دجمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .                                               په پیل کې جمهوررئیس د څرخي پله زندان د بېلابېلو برخوله هغې ډلې داداري ودانۍ ، ۵۰  بستریزروغتون اوجومات کاري بهير ولید او اړوندو مسوولینوته یې لارښوونه وکړه چې د یادو ودانیو د جوړولو کار دې د زمري او وږي ترمیاشتو بشپړ کړي.  وروسته جمهوررئیس غني د ماښام لمونځ د ادا کولو او روژه ماتي ترڅنګ د څرخي پله زندان له بندیانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې.                  د دې کتنې په پیل کې مولوي نیازمحمد اوسنګرعزیزي د بندیانوپه استازیتوب د بندیانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.                               دوی د زیات عمرلرونکو، صعب الاعلاج او هغوسیاسي بندیانوچې دوسیې یې بشپړې شوي دخوشې کېدو،د بندیانو ددرملنې په خاطرد متخصص ډاکټرانود استخدام، د بګرام  زندان د محبوسینو قضیو ته د رسېدنې، دجزا قانون د ۳۵۰ مادې د تعدیل، په ابدي بند د اعدام د حکم د بدلولو، په  ابرا کې د ځنډ، الزامیت، محبوسینو لپاره د درسي توکو د نشتوالي اودمحبوسینو دځای دتنګوالي په برخو کې خپلې ستونزې اوغوښتنې بیان کړې  وروسته د محکومینو د حبس د مجازاتو د عفوې په اړه د جمهوررئیس غني فرمان او د محکومینو دعمرد تعینولو او ناروغیود تشخیص په خاطرد یوه کمېسیون د ګومارلو په اړه د جمهوررئیس حکم ولوستل شو.                                                  جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې مې        د افغان دولت د ښه نیت په خاطر ژمنه کړې چې ۱۷۵ بندیان به خلاصوم، خو د دې فرمان پر بنسټ به زیات شمېر بندیان د هېواد له ټولو زندانونو څخه خلاص شي. جمهوررئیس هغو بندیانو ته چې ټاکل شوې خلاص شي په خطاب کې وویل، دغه فرمان ما د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښه نیت په خاطر صادرکړ او هیله ده تاسې هم په ټولنه کې د سولې لپاره کار وکړئ او باید د افغانانو د وینې بهول ودرول شي او موږ ټول باید په دې برخه کې ګډ کار وکړو.                                                 جمهوررئیس د بګرام زندان د ستونزو د حل په اړه وویل ، دوه  اوونۍ وروسته به مجرب ډاکټران یاد  زندان ته د محبوسینو د درملنې په خاطر ځي، دغه راز به د محبوسینو کورنیو ته په مناسبه توګه د ملاقات زمینه برابره او د دوی د زده کړې         په اړه به لازم اقدامات وشي.                                                                 جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه  وکړه چې            د افغانستان د جزا نوي قانون مطابق دې د اعدام حکم په ابدي بند، بدل شي.                    د یادونې وړ ده چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت به د هېواد له بېلابېلو زندانونو  څخه ۸۸۷  بندیان خلاص شي چې له دې ډلې څخه ۷۴۹ تنه د فرمان او ۱۳۸ تنه د لوی څارنوالۍ له لارې خلاص شي.                                         د هېواد جمهوررئیس اړوندو  ادارو ته لارښوونه  وکړه چې دا  فرمان او حکم په              لسو ورځو کې تطبیق کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته