سیاست

جمهوررئیس غني: حکومت د سیاسي ګوندونو د طرحو او مشورو هرکلی کوي

کابل باختر دزمري  شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په دوام پرون مازدیګر د هېواد د راجستر شویو سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د عدالت ګوند د سیاسي کمېټې مشر حمیدالله همدرد، د ملي متحد ګوند مرستیال میاګل خالد، د حق او عدالت ګوند رئیس معین ګل څمکني او د افغانستان د ملي ګرایۍ نهضت ګوند رئیس ډاکټر سیداحمد شکیب متنظري د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ټاکنو ، سولې او اوربند، ملکي او نظامي اصلاحاتو او سیاسي  ګوندونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
هغوی پر وخت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو، له اصلاحاتو څخه د ملاتړ، له فساد او غاصبینو سره د مبارزې، د زورواکو، غاصبینو او قانون ماتونکو، د نامسووله وسله‎والو ډلو د منحلولو، د سیاسي ګوندونو د دفترونو د مصئونیت د تامین، له سیاسي ګوندونو سره د یو ډول چلند، د سیاسي او حقوقي مجراو له لارې د هېواد د بحران د حل، د سولې او امنیت د ټینګښت او د قانون مطابق په ټاکنو کې ګوندونو ته د څارنیز رول د ورکړې په برخو کې خپلې طرحې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د دغو ویناوالو د خبرو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، د سیاسي ګوندونو یو ګروپ دې جوړ شي چې د وړاندېزونو او بدیلو طرحو په اړه خبرې وکړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت له ګوندونو سره همکارۍ ته چمتو دی او د ګوندونو له ظرفیتونو، طرحو او وړاندېزونو څخه استفاده کوي.
هغه زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت ته داسې څه په مېراث پاتې وو چې موږ اړ وو د افغانستان پايښت تضمین  او له افغانستان څخه د ملاتړ په خاطر د بین المللي ټولنې قناعت ترلاسه او د منځنۍ اسیا او اسلامي نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو.
هغه دې ته په اشارې چې د ملي یووالي حکومت ته داسې دولتي بنسټونه په میراث پاتې وو چې د شرایطو ځواب ویونکي نه وو، وویل: د قانون مطابق ټاکنې کېږي  او هيچاته په دې بهیر کې د مداخلې حق نه ورکول کېږي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان د څلوېښت کلن بحران حل د هر افغان دنده ده او د خلکو په اراده د قدرت د انتقال له لارې په هېواد کې ثبات راتلای شي.
محمداشرف غني  د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې وویل، د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، هغه اوازې چې امنیتي ځواکونه له ځینو سیمو په شا کېږي بې اساسه دي او دولت د امن سیمي پالیسي په پام کې نه لري. هغه زیاته کړه د ملي یووالي حکومت د مذاکرې مالکیت لري، خو د مذاکرې پر بېلابېلو ابعادو مشورې ته اړتیا ده.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس وویل، هر کله چې قاطع فیصلې ته اړتیا وي له ټولو اقشارو له هغې ډلې سیاسي ګوندونو سره مشوره کېږي.#پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته