_کابل باختر د کب دمياشتې ٦ :
د افغانستان د خلکو د اسلامي انقلاب حرکت ګوند یو شمېر غړو او دیني عالمانو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د اسلامي ارزښتونو د پالنې، پاملرنې او د لومړي ځل لپاره د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې په پرتمینو مراسمو سره د میلاد نبي د نمانځنې په خاطر د ستاینې لوحه ورکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه مناسبت نن په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته لومړی د افغانستان د خلکو د اسلامي انقلاب حرکت ګوند مشر مولوي عبدالحکیم منیب وینا وکړه او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او پالنې په برخه کې یې د جمهوررئیس کارونه وستایل، وې ویل: په ارګ کې د جمهوررئیس غني له خوا د میلاد نبي نمانځل یو داسې نیک ګام و چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ترسره شو او په دې کار یې یو داسې اساس کېښود چې راتلونکي وختونو کې به هم دوام کوي.
مولوي منیب جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ وې ویل، دا چې د دوی د ګوند اکثریت غړي دیني عالمان دي او حتا د هېواد لېرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي، تر هر څه لومړی به یې هڅه دا وي چې له هر ډول قومي، مذهبي او ژبني تعصباتو سره مبارزه وکړي.
هغه په افغانستان کې د سیمې په کچه د یو داسې اسلامي مرکز په اړتیا ټینګار وکړ چې وکولای شي د فتواوو او نورو دیني مسائلو په څیر موضوعات خپله طرحه او وړاندې کړي. مولوي منیب زیاته کړه: د افغانستان د خلکو د اسلامي انقلاب حرکت ګوند د ولس د دیني پوهې د لوړولو په غرض یو لړ دیني تعلیمي برنامې پيل کړي دي او څه موده مخکې یې په کابل ښار کې د سیرت نبي مسابقه ترسره کړه، غواړي دغه برنامه ټول هېواد ته وغځوي.
ورپسې جمهوررئیس غني، ده ته د یادې لوحې له ورکړې څخه په مننې وویل: دا زما وجیبه ده چې دیني ارزښتونو ته توجه وکړم او وې پالم، زه به یو فرمان ورکړم چې د میلاد نبي ورځ له دې وروسته په ټول هېواد کې په رسمي او دولتي کچه ونمانځل شي.
جمهوررئیس غني په قران کریم او د حضرت محمد (ص) مبارک سیرت باندې پوهېدل اړین وبلل وې ویل، د خپلو شخصي پیسو څخه د قران کریم او سیرت نبي مسابقو او دیني کتابونو د چاپولو لپاره ستاسې دغې برنامې سره درې میلیون افغانۍ مرسته کوم.
جمهوررئیس د افغانانو په وحدت او یووالي کې د اسلام مبارک دین اهمیت ته په پام وویل، پر موږ چې هرکله سخته ورځ راغلې ده، زموږ عالمانو له هر جومات او منبر څخه د یووالي غږ پورته کړی دی او ولس یې د هر ډول بدو شرایطو په مقابل کې یو موټی ساتلی دی.
جمهوررئیس د سولې په راوستو، فساد او نشهيي توکو سره مبارزه کې د دیني عالمانو نقش مهم وباله وې ویل، د افغانستان جنګ داخلي جنګ نه دی، دا پر موږ تپل شوی دی. هغه له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د بین الافغاني سولې او مذاکراتو په برخه کې لا زیاته ونډه واخلي او د جوماتونو له منبرونو څخه د سولې غږ پورته کړي او همدارنګه د نشهيي توکو او د فساد له نورو ډولونو سره په مبارزه کې د دولت ملاتړ ته دوام ورکړي.
0 2 دقیقې لوستل