سیاست

جمهوررئیس غني: اساسي قانون اجازه نه ورکوي چې د خلکو پر حقونو معامله وشي

-کابل /باختر/دليندي١٥مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د جمهوري ریاست ددویم مرستیال د ټاکنیز دفتر له غړو سره وکتل.
دجمهور رييس دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې پرځاى شوي وو، د جمهوررئیس دویم مرستیال او یو شمېر مشرانو حضور درلود، جمهوررئیس په خپلو خبرو کې وویل، زموږ د ټولو ګډ پیوند، د شهروندۍ پیوند دې او د جمهوري ریاست مقام، خلکو، ملت او د افغانستان هر وګړي ته د خدمت مقام دی.
هغه زیاته کړه، موږ ټول واضح اجماع لرو چې د تېر وخت د تکرارېدو اجازه نشو ورکولای او موږ راتلونکې محور یوو. هزاره توب نه یواځې دا چې جرم نه دی، بلکې ویاړ دی؛ موږ واحد ملت یوو او هیچاته د افغانانود وېش اجازه نه ورکوو.
د هېواد جمهوررئیس د خلکو د رایو او د دوی د کمپاین د طریقې قدرداني وکړه او ويې ویل، ستاسې رای، راتلونکې لیدونکې، برنامه او ملت محوره وې.
جمهوررئیس غني پر دې په ټینګار سره چې د قانون واکمني د ستونزو د حل اساسي لار ده وویل، اساسي قانون د دې اجازه نه ورکوي چې د خلکو پر حقونو دې معامله وشي، انتخابات د ملت اراده تمثیلوي، زموږ لپاره د قانون واکمني او جمهوریت سره کرښه او د معاملې وړ نه ده، ځکه جمهوریت موږ پر شهروند بدلوي.
جمهوررئیس د لویو لارو په ځانګړي ډول د بامیان- میدان وردګ، جاغوري – قره باغ او دره صوف- مزار شریف لویو لارو د امنیت ټینګښت ته په اشارې وویل، مدون امنیتي برنامه تر لاس لاندې ده او دغې برخې ته به جدي پاملرنه وشي. زموږ امنیتي او دفاعي قواوې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راغلي او موږ د مرکزي افغانستان د جغرافیې د زندان د ماتېدو په حال کې یوو.
هغه وویل، د هغو ولسوالیو لپاره چې له منځني یا لوړ ګواښ سره مخامخ دي، زموږ اساسي طرحه د امنیت بدلون دی او څرګنده یې کړه د اداري واحدونو تعدیل زموږ د برنامو جز دی، خو زیات وخت او فرصت ته اړتیا لري.
جمهوررئیس وویل، په ۸ اقتصادي زونونو د افغانستان وېش کولای شي انکشافي او بودجوي عدالت تامین کړي. هغه زیاته کړه، زموږ صاداراتو او وارداتو په اساسي ډول بدلون کړی او صادراتي سرچينې زموږ د پام وړ ګرځېدلي دي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې برېښنا، اوسپنې پټلۍ او د فولادو فابریکو جوړولو ته په اشارې وویل، د حاجي ګک کان په دوو کلونو کې انکشاف کولای شي، خو د هغه د اوسپنې او ‌ډبرو سکرو پر سرچينو دې تمرکز وشي او باید په دې اړه اساسي پلان جوړونه وشي.
په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په خپلو خبرو کې وویل، د انتخاباتي سیالیو پر مهال مو په ۲۰ ولایتونو کې فعالیت درلود او لوړو ملي موخو ته د رسېدو په موخه مو ګډ او متمرکز کار کړی او دغه همکاري به دوام ومومي.
هغه زیاته کړه، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې دولت جوړونکی ټیم یواځینی ټیم وو چې خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره اګاهانه انتخاب کړ او په دې باور وو، دولت جوړونکي ټیم د ټولو انتخاباتي ټیمونو په منځ کې یواځیني ټیم دې چې برنامه لري او د هیواد د ابادولو لپاره هڅه کوي، همداراز د تصمیم او عمل اهل دی.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال څرګنده کړه، د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د سیاسي ګوندونو نخبه ګانو، فرهنګي بنسټونو، ولایتي شوراګانو او د پوهنتونونو استادانو فعالیت درلود او موږ په خپلو ټولو برنامو کې د خلکو خبرو ته غوږ اېښې او هڅه مو کړې چې د خلکو تر منځ د نفاق زمینه برابره نه شي.
هغه زیاته کړه، موږ د ملت جوړونې لپاره همغږۍ او ملي یووالي ته اړتیا لرو او د انتخابآتو کمېسیون څخه غواړو چې ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
په دغو مراسمو کې ډاکټر امان الله فصیحي، معصومې حسني او ډاکټر عوض علي سعادت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب، زېربناو، د اداري واحدونو د تعدیل، سړک، برېښنا، ښې حکومتولۍ په دولتي بستونو کې له نویو ظرفیتونو څخه د ګټې اخستنې په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.ختم- ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته