سیاست

جمهوررئیس غني آغلې ثریا دلیل پیاوړې افغان مېرمن وبلله

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه      
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام په کابل کې له مېشتو یو شمېر سفیرانو سره وکتل.
د جمهوررييس دوياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، جمهوررئیس غني مېرمن ثریا دلیل چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سکرتر جنرال مرستیالۍ ته نومانده ده، پیاوړې افغان مېرمن وبلله او له یادو سفیرانو څخه یې د نوموړې د ملاتړ هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې آغلې ثریا دلیل د عامې روغتیا د وزیرې او په سویس کې د افغان سفیرې په توګه او همدارنګه له بېلابېلو بین المللي ادارو سره د کار کولو بریالۍ تجربې لري.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته