سیاست

جمهوررئیس حامد کرزي د مـلګـرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکې له سفیر سره وکتل

کابل_ باختر د وږي د مياشتې ۹مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر ښاغلي جیمز کهنینګم سره نن مازیګر په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې ښاغلي کوبیش او ښاغلي کهنینګم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس کرزي ته معلومات ورکړل.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رایو د تفتیش د پروسې د ځنډیدو له امله د جمهوررئیس کرزي حوصله مندي وستایله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته