جمهوررئیس حامدکرزی: پر خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدل د افغانانو لپاره یوه حیاتي مسله ده

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٧مه:
د بامیانو ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې خپلې یو شمېر سیمه ایزې ستونزې طرحه کړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په هغې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، کریمي بامیاني او علي اکبر اخلاقي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی په تېرو کلونوکې په بېلابېلو برخوکې په دغه ولایت کې د ترسره شویو کارونوله امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل: هغه مثبت بدلونونه چې په تېرو دولسو کلونوکې په هېواد کې رامنځته شوي دي تاریخ او د افغانستان خلک به هغه هیڅکله هم له یاده ونه باسي.
وینا والو په هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ملي پروسه کې ګډون د هر افغان حق وباله او له ټولو افغانانو څخه یې وغوښتل چې په دغه ملي بهیر کۍ ونډه واخلي.
دوی د افغانانو ترمنځ په ملي یووالي، برابرۍ، یو موټیتوب او په سوله کې د ګډ ژوند په کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د هېواد راتلونکی جمهوررئیس باید دغه اصل تطبیق ته کلکه پاملرنه وکړي.
د دغې کتنې په لړ کې د بامیانو مشرانو د کابل ـ بامیانو د لارې په اوږدوکې د نا امنیو د له منځه وړلو، پر حلقوي سړک، د بامیانو پر سیمه ایز روغتون او هوایي ډګرباندې د پیل شوي کار د چټکتیا غوښتنه وکړه.
حامدکرزي په هېواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په خپل وخت ترسره کېدل د افغانانو لپاره یوه حیاتي مسله وبلله او د دغې ملي پروسې پر ترسره کولو باندې یې ټینګار وکړ.
حامدکرزي وویل د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو څوک وي چې دا هېواد په اتحاد او اتفاق کې وساتي او دې خاورې ته ډاډمنه سوله او ثبات راولي.
جمهوررئیس ډاډ څرګند کړ چې افغانستان د ښه والي په لور روان دی او په راتلونکو لسو کلونوکې به دا هېواد د تیرو دولسو کلونو په پرتله لا ډیر آباد شي.
په پای کې حامدکرزي د بامیانو د خلکو د ستونزو د حل په اړه مسوولو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.#