سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی: مارشال محمد قسیم فهیم د ملي وحدت پلوی، پرخاوره مین او خدمتګار و

کابل_باختر د کب دمياشتې ١٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په یوه ټلویزیوني پیغام کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د هغه ځای یې نه ډکیدونکی وباله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي باخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهوررئیس په دغه ټلویزیوني پیغام کې وویل " د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او زما عزیز ورور او ملګري مارشال محمد قسیم فهیم نن سهار له دې فاني نړۍ څخه رخصت واخیست او په حق و رسېد.  انالله و انا الیه راجعون."
جمهوررئیس کرزي وویل:" مارشال فهیم چې زما د۱۲ کلونو ملګری او عزیز دوست و، د افغانستان خدمتګار، ولسي او ولس داره شخصیت او مجاهد و. دا خاوره ډیره پرې ګرانه وه. وفات یې د ده کورنۍ او د افغانستان ملت ته تسلیت وایم. ځای یې نه شي ډکیدلای او ځای خالي دی."
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: مارشال فهیم په حساسو او مهمو ختونوکې په ملي تصامیموکې همیشه د افغانستان او د افغانستان د خلکو پر خوا ولاړ و، د ملي وحدت پلوی، پرخاوره مین او خدمتګار و.
جمهوررئیس کرزي هیله وکړه چې خدای تعالی دې افغانستان له غمه وساتي او د مارشال فهیم دعا چې دې خاورې ته یې سوله، امن او ټینګ ملي وحدت  غوښته، قبوله او موږ ټول دې دغه نیک او د افغانستان د خلکو د ګټې مرام ته و رسوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته