کابل باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي، نن ماښام د خان عبدالولي خان د زوی، خان عبدالغفار خان ( پاچا خان ) د لمسي او د ملي عوامي ګوند له مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، په داسې حال کې چې د یاد ګوند غړي او سیاستوال افراسیاب خټک هم پکې برخه اخیستې وه، دواړو لورو د سیمې پر حالاتو، په تېره د افراطیت پر ډېرېدو، له هغه سره د مقابلې په لارو چارو او په سیمه کې د امن او سولې پر راوستلو باندې مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ