سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د چین د صدراعظم له مرستیال سره وکتل

کابل باختر د تلي څلورمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې له ګډون وروسته، نن د چین هېواد د صدراعظم له مرستیال ونګ یانګ سره چې په  عین حال کې د چین د اقتصادي او سوداګریزو چارو عمومي مسوول هم دی، په خپل استوګنځي کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي چین د افغانستان لرغونی دوست او ګاونډی هېواد وباله، هیله یې وکړه چې افغانستان هم  یوه ورځ د چین په څېر ستر اقتصادي پرمختګونه وکړي.
د چین د صدراعظم مرستیال حامد کرزي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: تاسو په تېره یوه لسیزه کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی چې موږ ستاسو دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو.
ښاغلي ونګ یانګ وویل چې افغانستان د سیمې په هېوادونوکې د چین لپاره یو مهم ګاونډی هېواد دی.
ده وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د چین په ګټه دی، چین د افغانستان د سولې له پروسې او د تروریزم پرخلاف له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني د تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې د چینایي پروژو د کارونو د چټکتیا او د کانونو په برخه کې د چینایي پانګوالو لخوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره له چینایي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته