۱۰۰ ورځې

جمهوررئیس حامدکرزي د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل

کابل باختر دکب دمياشتې ٣ :
د ملي شورا او د سولې د شورا ځینو غړو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا۱۸۰  تنو قومي مشرانو، روحانیونو، دیني عالمانو او منورینو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو پر محدودیدو باندې ټینګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
په دې  کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، حضرت احمد امین جان مجددي او د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام د جمهوري ریاست د نوماندانو په اړه په کابل کې د خپلې جوړې شوې سترې غونډې په باب جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
د غونډې ګډونوالو وویل: زموږ هڅه دا ده چې په راتلونکو انتخاباتوکې داسې نتیجه ترلاسه شي چې د هېواد د خلکو سوکالي، اتحاد او یووالی پکې تضمین شي او دا کار هغه وخت کيداى شي چې د جمهوري ریاست دنوماندانو شمېر محدود شي اوکاندیدان یو د بل په ګټه تېرشي.
جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د راغلو مشرانو دغه نظر او اقدامات چې نوماندان
تفاهم او یووالي ته هڅوي وستایل او ويې ویل: دا زموږ د ټولو آرمان دی چې انتخابات په هېواد کې په پراخه توګه او ښه ډول ترسره شي او د افغانستان ملت ته مطلوبې نتیجې ولري.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زه ستاسو دې کوښښ ته چې انتخابات په ښه توګه او په ملي اتحاد او اتفاق کې ترسره شي احترام لرم او د افغانستان  د خلکو په دغه ستر آرمان کې د یو فرد په توګه  درسره شریک یم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته