سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د بوسنیا هرزګوینا د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

 کابل باختر دثور دمياشتې ١١ :
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د بوسنیاهرزګوینا د نوي نا استوګن سفير ندیم مکروبیج باور لیک نن  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغو کې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني هم حضور درلود  د بوسنیاهرزګوینا هېواد نوي نا استوګن سفیر د خپل هېواد د مشرتابه ښيې هیلې جمهوررئیس کرزي ته و رسولې، او ډاډ یې څرګند کړ چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په بهېر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې وکړي.
جمهور رئیس حامدکرزي د بوسنیا هرزګوینا هېواد نوي سفیر ته په  افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته