سیاست

جمهوررئیس، د غوراوي مخکېنۍ کمېټې د کار د پیل په اړه حکم صادر کړ

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه 
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوراوي مخکېنۍ کمېټې د کار د پیل په اړه حکم صادر کړی دی.
د ملي پروسې په توګه د ټاکنو ارزښت ته په کتو او د هغو د غوره ترسره کولو په خاطر وړ او تجربه لرونکو کسانو ته اړتیا ده او دا چې د پاتې نوماندانو له نوملړ څخه په شرایطو برابر کس د ټاکنوخپلواک کمېسیون غړیتوب ته ونه ټاکل شو، د ملي یووالي حکومت رهبري تصمیم ونیوه چې د غواروي کمېټې د کار د پیل په موخه حکم صادر کړي.
جمهوررئیس د ټاکنو قانون د ۱۳ مادې د صراحت مطابق د دغه کمېسیون د کمبود غړي د ټاکلو په خاطر، لارښوونه وکړه چې د غوراوي کمېټې مخکېني غړي د دې حکم د صادرېدو له نېټې څخه خپل کار پیل کړي.
په دې حکم کې ويل شوي دي چې دغه کمېټه دې خپل اجراات د ټاکنو قانون او اړوندو طرزالعملونو د حکمونو مطابق تنظیم کړي. #پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته