امنیت

جمهوررئيس کرزي په جلال آبادکې تروريستی بريد په کلکو ټکو وغانده

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٩
د افغانستان جمهوررئيس حامدکرزي د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار د پوليسو پر لومړۍ امنيتي حوزې ډله ايز وسله وال  تروريستي بريد په کلکو ټکو وغانده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د ننګرهار ولايت د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار وختي ۷تنو ځان مرګو بريدکوونکو د دغه ولايت د پوليسو پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد وکړ چې له امله يې يو ملکي وګړی او د دغې حوزې ۱۰ تنه سرتيري شهيدان او ۲۵ نور ټپيان  شول .
جمهوررئيس حامدکرزي دغه ناوړه بريد د پرديو د مزدورانو کار وباله چې نه غواړي افغانستان پياوړي امنيتي ځواکونه ولري.
د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه چې د دغه شان بريدونو په ترسره کېدو سره به د هېواد امنيتي ځواکونه د خپلو دښمنانو پر وړاندې لا ډير پياوړي شي.
جمهوررئيس حامدکرزي وويل، دغه ناوړه او دښمنانه عملونه نه شي کولای چې د افغانستان د پرمختګ خنډ شي.
د هېواد جمهوررئيس د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپيانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته