سیاست

جمهوررئيس کرزي د۱۳۹۳ لمريز کال د را رسېدو او د نوروز د جشن له امله د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٩
د افغانستان  جمهوررئيس حامدکرزي پخپله نوبتي راډيويي وينا کې د۱۳۹۳ لمريز کال د را رسېدو او د نوروز د جشن له امله د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله، هيله يې وکړله  چې د افغانستان خلک نوی کال په ټولو خوښيو سره پيل کړي او دغه کال په سوله او د برياليتوبونو په ترلاسه کولو سره تېرکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړله چې سږ کال د نورزو د نړيوال جشن مراسم د نوروز د حوزې د هېوادونو د مشرانو او د استازو په ګډون سره په افغانستان کې پرځای کيږي.
جمهوررئيس حامدکرزي نوی کال ډير مهم کال وباله، وې ويل:  د هېواد د سياسي ژوندانه د تجديد له نظره هم موږ ته نوی کال مهم دی، ځکه چې څو ورځې وروسته د نوي کال په لومړۍ مياشت کې، انشا الله زموږ خلک د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتوکې ګډون کوي، د رايې ورکولو مرکزونو ته ځي، د خپلې خوښې وړ کانديدانو ته رايه ورکوي او په دې ډول زموږ هېواد يو ځل بيا ولسواکي تمثيلوي.
د هېواد جمهوررئيس هيله وکړه  چې زموږ خلک د تېرو لسو کلونو د انتخاباتو په څېر دا ځل هم بريالي انتخابات ولري او په هېوادکې د سولې او ثبات د لا ټينګښت لپاره  پياوړي ګامونه پورته کړي.
جمهوررئيس کرزي د رايې ورکولو په شرايطو له ټولو برابرو افغانانو څخه وغوښتل چې د وري په شپاړسمه نېټه د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او په انتخاباتوکې په ګډون کولو سره خپله ملي وجيبه ترسره کړي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.
د هېواد جمهوررئيس سمسور چاپيريال د هېواد د ښيرازۍ او د خلکو د سوکالۍ سبب وګاڼه، وې ويل چې د چاپيريال ساتنې لپاره، د هېواد آبادۍ او سمسورتيا ته اړتيا لرو چې موږ هر يو بايد د نوي کال په پسرلي کې لږ تر لږه يو نيالګی کيږدو.
جمهوررئيس وويل: د نوي کال او پسرلي له پيل کېدو سره جوخت زموږ په هېواد کې د نيالګيو ايښودل، د بزګرانو او بڼوالو کرکيله هم پيليږي. د نيالګيو ايښودل، کرنه او کرهڼه د سمسورتيا علامه ده چې بايد ورته کلکه پاملرنه وشي.
جمهوررئيس حامدکرزي څرګنده کړه: په تېر کال کې د لوی خدای په فضل زموږ په هېوادکې واوره او باران ډير و، د نوی کال په پسرلي کې هم د اورښت د اوريدو هيله موجوده ده او د نيالګيو د ايښودلو او د کرنې لپاره زمينه مساعده ده، هيله لرم چې له دغه فرصت څخه موږ ټول د خپل ځان او د خپل هېواد په خیر ګټه واخلو.
جمهوررئيس پر بڼوالو او بزګرانو ټينګار وکړ چې  پخپلو باغونو او ځمکوکې کرنې ته لا ډيره پراختيا ورکړي تر څو لا ډير حاصلات ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته