سیاست

جمهوررئيس غني دپوليسو دساحوي زونونو له نويو ټاکل شويو قوماندانانو سره وکتل

 کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٣  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس محمد اشرف غني نن  دپوليسو دساحوي زونونو له قوماندانانو سره  چې په دې وروستيو وختوکې دملي امنيت  دشورا دپريکړې له مخې  دکورنيو چارو وزارت  په  چوکاټ کې  ټاکل شوي دي ، وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر  باخترآ ژانس  ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې   چې په ارګ  کې ترسره شوه  جمهوررئيس وويل :  دپوليسو قوه ، رهبري ، دانګيزې رامنځته کولو او زيات جرات  ته  اړتيالري.
جمهوررئيس دغو قوماندانانو  ته  په خطاب کې وويل : تاسو   دجرات او دهغو تياريو له امله   چې له هېواد څخه ددفاع په خاطر يې لرئ په دغو مقامونو کې ټاکل شوي ياست  او څرنګه  چې  دافغانستان د ګوټ ګوټ نمايندګي کوئ  زموږ دهېواد دملي وحدت  ښکارندوى دى.
جمهوررئيس زياته کړه  له تاسو سره  زما قرارداد دشپږو مياشتو لپاره دى  او په دې موده کې  بنسټيز بدلون غواړم  که  دغه بدلون مو  رامنځته نه کړ  استعفا ورکړئ .
جمهوررئيس په اطمينان سره وويل :  چې  دملي امنيت  دشورا او دکورنيو چارو دوزارت  په لارښونه او همکارۍ  تاسو کولاى شئ  هېواد او خلکو ته ښه خدمتونه ترسره کړئ .
لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي  د ١٠١ آسمايي زون  دقوماندان ، مل پاسوال  جوره بيګ د ٢٠٢ شمشاد زون دقوماندان ، پاسوال اسدالله شيرزاد د ٣٠٣ سپين غر زون دقوماندان ، پاسوال معشوق احمد سيلاب د٤٠٤ ميوند زون دقوماندان ، پاسوال عصمت الله دولت زى ٥٠٥  بست  زون دقوماندان ،   مل پاسوال حسن شاه  د ٦٠٦ زون دقوماندان ، مل پاسوال ميرامان الله ګذر  د ٧٠٧ پامير زون دقوماندان  او لوى پاسوال  شيرعزيز کامه وال د ٨٠٨  سپين زر زون دقوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته