سیاست

جمهوررئس کرزي د هلمند ولایت د بلوڅو د قوم له مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨ مه:
د هلمند ولایت د بلوڅو د قوم یو شمېر مشرانو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د پوهنې او د روغتیایي خدمتونو په برخه کې خپلې سیمه يیزې ستونزې بیان کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د هلمند ولایت د بلوڅو د قوم مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د پوهنې او روغتیایي خدمتونو ښه والي ته پاملرنه وکړي.
دوی همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې د هلمند ولایت یو شمېر روزل شوي ځوانان دې د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.
د هلمند ولایت د بلوڅو مشرانو د سمبالو روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو شتون د دوی مهمه اړتیا وبلله، ټینګار یې وکړ چې د دغې برخې بشپړولو او په دغه ولایت کې د اوبو د کانالونو جوړولو ته باید حکومت جدي پاملرنه وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د هلمند ولایت د بلوڅو د قوم د مشرانو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته اړوندو چارواکو ته چې په دې غونډه کې حاضروو، لارښوونه وکړه چې په یادو برخوکې دې د ستونزو د لرې کولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
د دغې کتنې په پای کې د هلمند ولایت د بلوڅو د قوم مشرانو جمهوررئیس حامدکرزي ته  بلوڅي لونګۍ ور په سرکړله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته