جعلي وطندوستي؛ د میرویس عزیزي پرېکړې د وطن مخالفین په غوسه کړي
کابل، د مرغومې ۲۵ مه، باختر
تبصره
وروسته ترهغې چې افغان ملي سوداګر او د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د عزیزي بنسټ له لوري د جوړ شوي ښارګوټي د پرانستې پرمهال په هېواد کې د لس میلیارده ډالرو د پانګونې خبر ورکړ، یو شمېر افغان ضد کړیو او څېرو منفي غبرګون ښودلی او د ښاغلي عزیزي دغه نېکه او وطن پرسته پرېکړه پرې ښه نه ده لګېدلې.
خو دا ښه شو، چې دغو خلکو مخالفت وښود، ځکه دې سره د دوی پلیته او خاینه څېره نوره هم بربنډه او رسوا شوه او خلک لا ډېر پوه شول، چې دوی د وطن خدمتګاران نه وو.
او د میرویس تر څنګ نور پر وطن میین سوداګر هم پوه شول، چې افغانستان د خپل لستوڼي ماران ډېر لري، نو وخت یې دی، چې دلته پانګونه وشي.
له دغه ډول مخالفتونو ښکاري، چې دغه اشخاص يواځې خپلې ګټې پېژني او د دوی دا ټوله سرخوړلې ناکامه مبارزه د وطن او وطنوالو لپاره نه؛ بلکې د ځان لپاره وه او ده.
نو پکار ده، چې له بدخشان څخه تر هراته افغانان خپل دښمن او دوست و پېژني او د میرویس په شان د ملي سوداګرو او د شته نظام په قدر ځان پوه کړي.
دغه راز پکار ده، چې دغه ډول ملي سوداګر نور هم و هڅول شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي، تر څو دلته له شته امنیت څخه پوره ګټه واخیستل شي.