نړۍ

جاپان له اوکراين سره ديو ملياردو پنځه سوه مليونو ډالرو مرسته کوي.

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
دجاپان حکومت د اوکراين له بحران او دکريميا له مسلو سره جوخت اعلام وکړ چې يو ملياردو پنځه سوه مليونه ډالره پور داوکراين په واک کې ورکوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دجاپان حکومت نن په يوه وينا کې ټينګار وکړ په هغو شرايطو کې چې اوکراين مرستې ته اړتيا لري بايد دغه مسله درک کړو.
دجاپان حکومت څرګنده کړې ده دغه مرسته دپيښو دنړيوال صندوق په همکارۍ داوکراين داقتصادي شرايطو دښه والي په خاطر دغه هيوادته ورکول کيږي.
دجاپان دحکومت ويندوى داوکراين اقتصادي او سياسي حالت بحراني وباله او زياته يې کړه دنړيوالې ټولنې ټول غړي بايد له دغه هيواد سره مرسته وکړي .
دجاپان صدراعظم په دې وروستيو وختو کې له روسيې سره دکريميا دټاپو وزمې دپيوستون په باب ددغه هيواد داقدام په غندلو سره داکار يې داوکراين په ځمکنۍ بشپړتيا تيرى وباله.
دغه خبر په داسې حال کې اعلاميږي چې دجاپان په ګډون د نړۍ اووه مهم صنعتي هيوادونو په دى ډله کې د روسيې مشارکت ځنډول دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته