کابل، د وږي ۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، نن په کابل کې د جاپان له سفير تاکایوشي کورومایا سره وکتل.
په دې کتنه کې د جاپان سفير د نشه يي توکو، اداري فساد، امنیت او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت مبارزه بريالۍ بللې او ويلي يې دي چې هېواد يې په پام کې لري د بديل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې، له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
ښاغلي کورومایا، د هغه ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو مرستې يادونه هم کړې چې د جاپان حکومت لهخوا ملي موزيم ته ورکړل شوي او د فرهنګي ميراثونو او لرغونو آثارو د ساتنې لپاره د «يونسکو» له لوري په مصرف رسېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست هم په خپلو خبرو کې، د جاپان له متقابلو همکاريو او مرستو مننه کړې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د فرهنګي ميراثونو د خونديتوب په برخه کې يې ترسره کړې دي.
ملا خيرالله خيرخواه ويلي چې له ۴۰ کلونو وروسته، دا لومړنی نظام دی چې د هېواد پر ټوله جغرافيه حاکميت لري او په ټول هېواد کې د امنيت او د مخدره توکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د کتنې په پای کې، پر دوه اړخيزو همکاريو، د افغانستان د فرهنګي ميراثونو پر خونديتوب او د نشه یي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار شوی دی.
7 1 دقیقه لوستل