کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې په روغتیايي برخه کې له افغانانو سره د مرستې ژمنه وکړه.
په دغه کتنه کې د توکیو او کابل تر منځ په روغتیايي برخه کې د لا ډېرو همکاریو او په دغه برخه کې د جاپان د ونډې په اړه خبر اترې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه د انتاني ناروغیو د درملنې او افغان جاپان روغتونونو سره د جاپان هېواد له مرستې مننه او قدردانی وکړ.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړه او و یې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد له لوري ۱۳ مجهز امبولانسونه او د درملو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وشي.