کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کورومایا د دغې کتنې پرمهال په کابل کې د وروستۍ پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او دغه پېښه یې وغندله.
کورومايا د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدي او اغېزناکه مبارزه وستايله او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړې، چې د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کې لري، چې په لومړي قدم کې په کابل کې ملي موزیم ته د ۳۰۰ زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.
په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړه، جاپان د افغان ټولنې ارزښتونو ته درناوی لري، توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هېواد د G7 هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په دغه کتنه کې ويلي چې د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه بللی دی.
سياسي مرستيال زياته کړې؛ اسلامي امارت هيله لري، چې د دوحې د ۳مې ناستې ژمنې ژر پلې شي او یادونه یې کړې، چې اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه ټولې ژمنې په یواځې ځان او د چا له مرستې پرته پوره کړې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ژر به د اسلامي امارت له لوري له نشه يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون عملي کار پیل کړي او له همکارو ادارو او بنسټونو سره به ناستې ولري.
37 1 دقیقه لوستل