جاپان دروغتيا په برخه کې له افغا نستان سره د اوو مليو نو ډالرو مرسته کوي

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه
جاپان دروغتيا په برخه کې د افغا نستان له خلکو سره د اوو مليو نو ډالرو مرسته کوي
په داسي حال کې چې د عا مې رو غتيا وزارت سرپرسته ډا کتره ثريا دليل هم حاضره وه نن د افغا نستان د بهرنيو چارو وزارت د لو مړۍ سياسي څانګى درئيس ډا کتر امان الله جيحون او په کا بل کې د جاپان د سفارت شارژ د ا فير سيجې اوکادا ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو .
دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې :ډاکتر امان الله د تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل چى دغه مر سته د غور ولايت شپږ سوه زرو تنو او سيدو نکو ته درو غتيا يي برخي د پياوړتيا په خا طر لګول کيږي
دغه را ز د عا مې رو غتيا وزارت سرپرستې ډا کترې ثريادليل څرګنده کړه چې د اړتياو د سنجولو له مخې دچغچران ښار روغتون په دغو مرستو بيا رغول کيږي
دې وويل: له دغومرستو څخه په استفادي سره د نارينه و ، ښځو ، ماشوما نو ،دا خلي ، جراحي ،نسا يي او ولا دي ، نرى رنځ دعا جلى خو نې او ددغه رو غتون د تودولو دسيستم برخي بيا رغول کيږي
دغه پروژه به د جاپان په وړيا مرسته په را تلونکو دووکلو نوکې بشپړه شي
ډا کترې دليل په ځانګړى تو ګه درو غتيا په برخه کې د افغا نستان له خلکو سره د جاپان د مرستو له ا مله قدردا نۍ و کړه
په دغو مراسمو کې په کا بل کې د جاپان دسفارت شارژدافير هم خبري و کړې اود افغانستان له خلکو او د ولت سره يې د خپل هيواد د مرستو پردوام باندې ټينګار و کړ