جاپان به د افغانستان د روغتیا په برخه کې نږدې ۷ میلیونه ډالره مرسته وکړي

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د روغتیا نړیوال سازمان د جاپان د همکارۍ له سازمان (جایکا) سره یوه هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دغه سازمان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه تړون جاپان ته د روغتيا د نړيوال سازمان د استازي لوداپنګ د سفر په ترڅ کې لاسليک شوی دی.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د جاپان حکومت د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې په افغانستان کې د عفوني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د دې پروژې د پلي کولو موخه د ساري ناروغیو سره مبارزه او د افغانستان پر خلکو د دغو ناروغیو د اغېزو کمول دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي؛ په افغانستان کې به ۷۶ زره کسان له دې پروژې ګټه واخلي.

د جایکا موسسې استازي کیوشي آماده هیله څرګنده کړه چې دا پروژه به د میندو، ماشومانو او نورو په ګډون افغان وګړي روغ او د هغوی ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د دغه سازمان پلاوي د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر سره هم کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته