روغتیا

جاپان او سويس داندراګاندي دماشوم دروغتيا په روغتون کې يوسلو څلويښت زره ډالره ولګول .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
د جاپان او دسويس  له مرستو څخه  دڅه دپاسه  يوسلو څلويښتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  داندراګاندي  دماشوم دروغتيا  جراحي څانګه  پراخه  او نن پرانستل شوه  اوددغه روغتون دلابراتوار او اکسرې  برخې  سمبالې شوې .
  داندراګاندي دماشوم دروغتيادروغتون رييس ډاکترنورالحق يوسفزي دباختراژانس خبريال ته وويل داندراګاندي  دماشوم دروغتيا  دروغتون  دلابراتوار او اکسرې  څانګې  دنږدې يوسلو شلو زرو امريکايي ډالرو  په ارزښت دجاپان په مرسته  په پرمختللو وسايلو  سمبالې شوې .
ده وويل  دغه راز ددغه روغتون  دسوځيدنې دناروغيو دعلاج او درملنې څانګه  دسويس  دمرستو دهمغږۍ  دادارې  په مرسته  داته ويشتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت څلويښتو بسترو ته پراخه شوه او په تيرو وختونوکې  دغې څانګې  دشپاړلسو بسترو په ظرفيت سره  فعاليت کاوه .
ددغو څانګو دپرانستلو په غونډه کې  چې په دغه روغتون کې  جوړه شوه  دعامې روغتيا وزارت سرپرست  ډاکتر احمد جان نعيم دجاپان  او سويس  ددغو همکاريو له امله قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه  چې داندراګاندي  دماشوم دروغتيا دروغتون  دسوځيدنې  دناروغي  دعلاج او درملنې  دبرخې  پراختيا  او داکسرې  او لابراتوار سمبالول  دسوځيدنې  دناروغي  او هم  دماشومانو دناروغيو  دتشخيص  او درملنې لپاره  اهميت لري .
  داندراګاندي دماشوم دروغتيا دروغتون رييس زياته کړه  چې  داړونده روغتون  دسوځيدنې دبرخې  يو ډاکتر هم په سويس کې  دنويو زده کړو او تداوى په باب زده کړې کړې دي  او ټاکل شوې ده  خپلې تجربې  ددغې برخې  نورو ډاکترانو ته  وليږدوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته