جاپانی ملیارډر سپوږمۍ ته په چکر ځي

توکیو/ امریکا غږ باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :
د "سپېس اېکس" فضایي شرکت اعلام کړی دی چې راتلونکو کلونو کې به په لومړي ځل یو سېلانی د چکر لپاره سپوږمۍ ته استوي.
دا کس ۴۲ کلن جاپانی ملیارډر"یوساکو مزاوا"داو ټاکل شوې ده چې دا چکري
  سفر په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شي.  
د سپېس ایکس شرکت وایي، دا یو مهم ګام دی او هغه خلک چې فضا ته د چکر لپاره تلل غواړي، ښایي دا خوب یې ژر په حقیقت بدل شي.
ښاغلي موازا تېر کال هغه وخت د رسنیو د عامو خلکو پام ځان ته ور واړوه چې د نیویارک ښار په یوه بولۍ کې یې  یوه نقاشي په ۱۱۰ ملیونه ډالره واخیسته.
نوموړی د هنرونو مینه وال هم دی، او اعلام  یې کړی چې شپږ یا اته هنرمندان به هم ځان سره سپوږمۍ ته په چکر بیایي.                     
ښاغلي موازا ویلي:  "د دې هنرمندانو دنده به دا وي چې کله له سپوږمۍ نه بېرته ځمکې ته راستانه شي نو هر یو یې باید یوه هنري ټوټه تخلیق کړي.              دا شاهکارونه به هغه خلک له وهڅوي چې سپوږمۍ ته د تلو خوب ویني". 
تر دې دمه یوازې ۲۴ انسانان سپوږمۍ ته تللي، چې ټول امریکایان دي. 
په دوی کې ۱۲ کسان داسې دي چې د سپوږمۍ پر مخ یې قدم ایښی. وروستی ځل په ۱۹۷۲ کال کې انسان د سپوږمۍ پر مخ ګام ایښی و.    
خو یوساکو مزاوا به هم پر سپوږمۍ قدم نه ږدي، بلکې په خپله فضایي بېړنۍ یا راکټ کې به ترېنه چارپېره تاوېږي او بېرته به ځمکې ته را ستنېږي. 
که څه هم سپوږمۍ ته د ښاغلي مزاوا د لېږلو لپاره ځانګړی راکټ یا سپوږمکۍ تر اوسه نه ده جوړه شوې، خو د سپېس اېکس شرکت یې په اړه ځیني جزیات په ډاګه کړي دي.
  ویل کېږي چې دا فضایي راکټ ۱۱۸ متره لوړ دی او ۹ متره قطر لري.              پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته