جاويد فيصل : د پاکستان صدراعظم د جمهور ريېس غني په بلنه کابل ته راځي
کابل باختر د وري يوولسمه :
ټاکل شوې ده د پاکستان صدراعظم د جمهور رييس غني په بلنه د روان کال د وري د مياشتې په اوولسمه نېټه چې د اپريل د مياشتې له شپږمې نيټې سره برابره ده کابل ته سفر وکړي .
د باختراژانس د خبر له مخې ، د اجرايېه رياست د وياند مرستيال جاويد فيصل په يوه خبري غونډه کې وويل چې،د پاکستان له صدراعظم سره به له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د پاکستان د ژمنو د اجرا کولو په باب خبرې وشي .
جاويد فيصل زياته کړه چې افغانستان تر اوسه پورې د تروريستانو پرخلاف د پاکستان اقدامات نه دي ليدلي.
ده دغه راز زياته کړه چې له تروريزم سره په ملاتړ کې د پاکستان د ستراتيژى چلند کې هيڅ بدلون نه دى رامنځته شوى او پاکستان اوس هم د تروريستي ډلو ملاتړ کوي .
هغه وويل چې له تروريستانوڅخه د پاکستان ملاتړ ټولې نړى ته معلوم دى او اسلام اباد بايد دخپل نړيوال حيثيت اوباور دښه والي په خاطر دتروريستانو له ملاتړ څخه لاس واخلي .
فيصل زياته کړه د پاکستان په چلند کې د نه بدلون په دليل د افغانستان حکومت د دغه هېواد صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او دواړه لوري د اعتماد جوړولو او له تروريزم سره د مبارزې د عملي ګامونو دپورته کولو په باب ژمنه وکړي . ختم_ ج _ اکرم