نړۍ

جان کري له خپل ايراني سيال سره دبيا کتنې خبر ورکړ

١١_   تهران ايران   باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري  پرون  اعلام وکړ  چې ښايي  دراتلوونکو څو ورځو په بهيرکې  يوځل بيا  دايران دبهرنيو چارو  له وزير محمدجواد ظريف سره   داټومي پروګرام په باب  دخبرو لپاره  وګوري .
د رويترز دخبري آژانس د خبر له مخې :  جان کري په بلغاريا کې  خبريالانو ته وويل: چې  له ظريف سره به  په پاريس ښارکې و ګوري .
جان کري  اټومي موافقې  ته  درسيدو  په باب  ديوې پوښتنې په ځواب کې په داسې  حال کې چې يو شمېر امريکايي اتباع په ايران کې  بنديان دي  ، څه ونه ويل   او يوازې يې  وويل  چې واشنګتن  دهغوى دآزادۍ  دضمانت لپاره خپلې زياتې  هلې ځلې  کوي .
جان کري او ظريف دچهارشنبې په ورځ  شپږ ساعنه په  ژنيو کې وکتل او خبرې اترې يې وکړې .
دهمدې  خبرله مخې : ايران  او دپنځه جمع يو ډلې د هراړخيز اټومي موافقې د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې  بيا پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته