امنیت

جان نيکلوسن :په کونړ کې دداعش دډلې دمشر عبدالرحمن وژل کيدل ددغې ډلې دخراسان په څانګې کلک ګوزار دى .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دامريکا اردو پرون تاييد کړه په هغو کسانو کې چې  په کونړ ولايت کې دامريکايي ځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول په کونړ کې  ددغې ډلې قوماندان عبدالرحمن هم شامل دى .
دباختراژانس دخبرله مخې،په افغانستان کې دناتو او امريکايي ځواکونو قوماندان جان نيکلوسن وويل چې دعبدالرحمن  وژل کيدل  د داعش د ډلې  دخراسان په څانګې کلک ګوزار دى .
ده زياته کړه چې افغانستان داعشيانو ته خوندي  پټنځي نه دى .
  امريکايي مقاماتو ويلي دي چې دابو سعيد له مړينې وروسته ښايي عبدالرحمن دهغه ځاى ناستې کيده .
دامريکا اردو زياته کړې ده چې په عبدالرحمن  سربيره  دداعش دډلې درې تنه  نور قوماندانان هم په کونړ کې  دهوايي بريدونو له امله په وژل شويو کسانو کې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته