روغتیا

ثريا دليل : دروژې په مبارکه مياشت کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو مرکزونه له پخوا زيات داړوکسانو په خدمت کې دي.

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل دهيواد ددولتي او خصوصي روغتيايي اوطبي خدمتونو دوړاندې کولو دمرکزونو له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دې له پخوا زيات اړو کسانو ته خدمت ته چمتو واوسي .
ډاکترې دليل چې نن يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې دروژې دمبارکې مياشتې درارسيدوله امله  يې ټول ملت ته مبارکي وويله او له روژتيانوڅخه يې وغوښتل چې دهوا سخت تودوخې ته په پاملرنې سره دې دروغتيا ساتنې دمقرراتو رعايتولو ته متوجه واوسي اوخپلو ماشومانو ته دې ښه او تازه خواړه برابر کړي.
دعامې روغتيا وزيرې  هيوادوالو ته ډاډ ورکړ چې دروژې په مبارکه مياشت کې دروغتيايي او دطبي خدمتونو دوړاندې کولو مرکزونه شپه اوورځ داړوکسانو په خدمت کې دي او دعامې روغتيا وزارت به په هغو امکاناتو سره چې په واک کې يې لري دروغتونونو او دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دمرکزونو دملاتړ او تمويلولو  لپاره  کار واخلي، او په دغومرکزونو کې اړو کسانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو ښه شرايط برابروي .
ډاکترې دليل دهيواد دروغتيايي اوطبي خدمتونو دوړاندې کولو د مرکزونو له ټولو مسوولينو اوکارکوونکو څخه وغوښتل چې دفضيلت او  عباداتو په دې مياشت کې له پخوا زيات اړوکسانو ته دخدمت لپاره چمتو واوسي.
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو دتطبيق د څيړنې رييس  ډاکتر سيد ابراهيم  کامل دخصوصي درملتونونو له متصديانو څخه وغوښتل چې ددغه رياست  له خواله برابر شوي لست سره سم دې څليرويشت ساعته نوکريوالي اجرا کړي .
ده څرګنده کړه چې ددغه رياست کنترولي ډلې شپه او ورځ د خصوصي درملتونونو اوکلينيکونو فعاليت څيړي او دسرغړونې په صورت کې به قانوني چلند وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته