تېر کال هلمند کې څه باندې ۳ زره پوځي وسایط بیا رغول شوي دي

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر

د هلمند ولایت امنيه قومندانۍ د تأميناتي چارو معاونیت د ورکشاپ آمريت له لوري تېر کال ۳ زره ۱۱۱ بېلابېل پوځي وسایط بیا رغولي دي.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني باختر آژانس ته وویل، چې د تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال له پيل څخه بيا تر وروستۍ مياشتې پوري د ورکشاپ آمريت له لوري دغه شمېر پوځي وسایط بیا رغول شوي دي.

د حقاني په خبره، چې له جملې څخه یې ۷۲۶ رینجر، ۸ هاموې ټانګونه، ۴ اطفايوي موټر، ۱۳ انټرنيشنل، ۸۵۷ کوچني تيز رفتاره موټر او ۶۹۵ موټرسايکلونه ترميم کړي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې له ډلې ۸۰۸ بېلا بېل نظامي موټر د ترميم لپاره ۱۰۵ انصار حمايوي کنډک ته هم استول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې دمه زرګونه بېلابېل پوځي وسایط او وسلې بیا رغول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته