خبرونهاقتصادټولنه

تېر کال سرپل کې ۷۱ لویې او وړې پروژې پلې شوې دي

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د سرپل ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو تېر کال په دغه ولایت کې د څه باندې ۶۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۱ لویو او وړو پروژو د پلې کولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د اقتصاد رئیس مولوي غلام حیدر حیدري له باختر آژانس د خبرو پرمهال وویل، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په دغه ولایت کې د ۶۷۵ میلیونه ۱۰۰ زره او ۸۶ افغانیو په لګښت ۷۱ پروژې پلې شوې دي.

مولوي حیدري زیاته کړه، چې دغه پروژې د روغتیا، پوهنې، کرنېزې او نورو برخو کې پلې شوې دي.

نوموړې دغه راز څرګنده کړه، چې دغه لاسته راوړنې نه یوازې د سیمه ییزو چارواکو د ژمنتیا او پرله پسې هلو ځلو ښودنه کوي بلکې د سرپل د خلکو لپاره نوې هیلې او انګیزه هم ښیي.

د سرپل د اقتصاد رئیس زیاته کړه، چې په دغه پروژو کې له ۵ زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

یاده دې وي، چې تېر کال په نورو ولایتونو کې هم د سلګونو میلیونه افغانیو په لګښت دې ته ورته لسګونه پروژې پلې شوي، چې د خلکو له تاوده هر کلي سره مخ شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته