ټولنه

تېرکال په سمنګانو کې ٤٥ بنسټيزې پروژې عملي شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
د سمنګانو ولايت   دکليود بيا جوړولو او پراختيارياست مسوولين وايي،  تېرکال  د دغه ولايت په کچه  ٤٥ بنسټيزي پروژې ګټې اخيستنې ته  سپارل شوي دي.
د سمنګانو ولايت  دکليو د بيا  جوړولو اوپراختيا ريېس عبدالرب حکيمي  د باخترآژانس خبريال ته وويل، په دغو پروژو کې په کليوالي سړکونو دکريړ  اچول ، دپلونو او پلګيو ، استنادي ا ومحافظتي ديوالونو ، د اوبودبندونو ،  د اوبو رسولو د شبکو  او د ښوونځيو د څو  ودانيو  جوړو شامل دي چې د دغو پروژو له ښيګڼو څخه  څه دپاسه يوديرش زره درې سوه کورنۍ ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي چې د دغو پروژو لګښت د مرستندويو   هېوادونو او موسسو او دغه راز د کليو د بيا  جوړولو  اوپراختيا وزارت له خوا ورکړ شوى دى.
د سمنګانو ولايت اوسيدونکو  د دغو پروژو  دتطبيق له امله  خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په بېلابېلوبرخو کې د خلکو د ستونزو په پرتله  دغه پروژې  کفايت نه کوي او اوس هم د پوهنې ، روغتيا او د بيارغونې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ  دي.
يوشمېرخلکو د دغې ادارې  له مسوولينو څخه وغوښتل چې  په لرو پرتو سيمو کې  د ولسي   تړون پروګرام تطبيق کړي څو د  دوى يو  لړ ستونزې لرې شي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته