تېرو ۳ میاشتو کې د ۱۹۲۰ بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۳۳ زره تنو ته د کار جوازونه وېشل شوي

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو ۳ میاشتو کې د نږدې ۲ زره بهرنیانو په ګډون زرګونو کسانو د کاري جوازونو د وېشلو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳ زره ۲۰۰ د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي دي.
د یاد وزارت ارقام ښيي، چې ۲۱ زره ۵۶۷ تنه په امارتي سکتور، ۹ زره ۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي، همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د کارموندنې ۹ فعال خصوصي شرکتونه هم وارزوي.
د یادولو ده چې په دې سره د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په ۳ ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰ زره ۲۳۱ ته ورسېد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته