خبرونهنړۍ

تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونو اسرایلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړۍ، د غبرګولي ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د حماس غورځنګ په ګډون فلسطیني جهادي ډلو او لبنان کې د حزب الله ډلې په خپلو ځمکنیو، توغندیزو او ډرون بریدونو کې لسګونو صهیونست پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

د حماس غورځنګ قسام کنډک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یو بریالي کمین کې یې د صهیونستي رژیم د پارلمان د پخواني غړي موشي فیګلېن لمسی، چې د الاقصی جومات د کنټرول او له شاوخوا سیمو څخه د فلسطیني وګړو د وېستلو غوښتونکی وه، وژلی دی.

یاد غورځنګ په یوې بله خبر پاڼه کې ویلي، چې رفح ښار کې یې صهیونست ځواکونه په یو کور کې راحصار او چاودنه یې پرې کړې، چې د کور دننه ټول عسکر مړه او ټپیان شوي دي.

بل لورته حزب الله ډلې ویلي، چې د نطوعا اسرایلي مېشتي ښارګوټي کې یې د صهیوسنت ځواکونو راټولېدنې د توغندیو پر مټ په نښه کړي، چې ګڼ شمېر پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د اسرایلو پوځ هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره منلې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په رفح ښار او د غزې په نورو سیمو او دغه راز اشغالي سیمو کې یې یو شمېر پوځيان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اسرایلو د پوځ او رسنیو د معلوماتو له مخې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې ۴ پوځيان وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته